هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په واشیر ولسوالي کې په یوه برید کې ګڼ ماین پاکان وژل شوي دي.د هلمند ولایت د امنیه قومنداني ویاند وايي چې په ماین پاکانو برید طالبانو کړی دی او په خبره يې دوولس تنه وژل شوي او دوولس نور هم ټپیان دي.د امنیه قومنداني ویاند فریداحمد وايي چې برید د واشیر ولسوالي په شوراب سیمه کې شوی دی.د امنیه قومنداني ویاند وايي بریدګر په موټر سایکلو سپاره و او په سیمه کې موجود ماین پاکان يې تر برید لاندې نیولي دي.د سرچینې په قول ښايي په برید کې د وژل شویو او ټپیانو شمېره نوره هم لوړه شي.تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
افغانستان